د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن د اردن له پاچا سره د دغه هېواد په پلازمېنه عمان کې کتلي دي. بلېنکن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د اردن له پاچا، دویم عبدالله سره یې د منځني ختیځ د روان وضعیت او په ځانګړې توګه غزه کې د بد بشري حالت په اړه خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، اردن کې د بشري مرستو د هغو زیرمو لیدلو ته هم ورغلی دی چې غزې ته استول کیږي او څرګنده کړې یې ده چې غزې ته باید ژر تر ژره مرستې ورسیږي.
































