د مرکزي اسیا ټایمز ورځپاڼې د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له قوله خبر ورکړی، چې دغه هېواد له افغانستان سره د ۴۴ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي. د یاد خبر پر بنسټ، دغه تړونونه تاشکند ته د افغان سوداګرو د درې ورځني سفر په ترڅ کې لاسلیک شوي دي. د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې دواړه هېوادونه هڅه کوي ترڅو د ازبکستان او افغانستان د سوداګرۍ یوه ګډه شورا جوړه کړي، چې ۱۸ افغاني شرکتونه به د دې شورا غړيتوب ولري.
































