د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د نږدې ٣میلیونه افغانیو په لګښت د کبانو د تولید او روزنې دوه فارمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس سید امین هاشمي ویلي چې په دغه ولایت کې پر دوه جریبه ځمکه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودجې څخه د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کبانو د تولید او روزنې دوه فارمونه جوړ شوي دي. په ورته وخت کې د ولایت مقام دفتر رییس میرویس وحیدالله د دغه فارم جوړول د لوګر اوسېدونکو لپاره د کبانو د تازه او باکیفیته غوښې د وړاندې کولو لپاره اړین ګام وباله او ترڅنګ یې د کرنې ریاست له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې له دغه فرصت څخه د کبانو د فارمونو د ترویج او د مینه والو د جذب لپاره د روزنې په برخه کې پوره ګټه پورته کړي.
































