تېر کال هېواد ته د نږدې ۲۸ زره بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی. د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، تېر کال د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې ۲۷ زره او ۹۱۴ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی دی. د ثبت شویو شمېرو لمخې، د ۶۷۵ ښځو په ګډون، ۱۵ زره او ۱۵۳ تنه بهرني وګړي هېواد ته راغلي او ۱۲ زره او ۷۶۱ نور، چې له دې ډلې ۴۹۵ یې ښځې دي، له هېواده وتلي دي.
































