د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر د کرنیزو محصولاتو په دېرشم نندارتون کې د دغه وزارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره ویلي، چې د ډېرو مواردو د تولید په برخه کې هېواد پر ځان بسیا شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې کرنې وزارت د ناخالصو تولیداتو، صادراتو او کارموندنې په برخو کې د پام وړ ونډه لري او که د هېواد په کرنه لا زیات کار وشي له بهرنیو اړتیاوو څخه به خلاص شو. د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په دغه نندارتون کې ویلي، چې سرپرست حکومت د صنعتي او کرنیزو تولیداتو د پېژندنې او د بازارموندنې لړۍ پیل کړې. نوموړي ویلي، چې سرپرست حکومت کرنیز سکتور ته وده او کرنیزو او حیواني محصولاتو ته پراختیا ورکوي.
































