د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۹مې نېټې د چين د اېچ بي ایي اېس(HBIS) ډلې د سمېديريوو فولادو فابريکې سيربيايي کارکوونکو ته ځوابي پيغام لېږلی او دوی يې تشويق کړي، چې د چين او سيربيا د دوستۍ لپاره نوي خدمتونه وکړي.
سمېديريوو فولادو فابريکه په ۱۹۱۳ کال کې جوړه شوې او د سيربيا د وياړ په توګه بلل کېږي.
د چين اېچ بي ايي اېس ډلې په ۲۰۱۶ کال کې په ۴۶ ميليونو يورو دغه فابريکه اخيستې ده.
د يادې فابريکې ۳۰ سيربيايي کارکوونکو په دې وروستيو کې رئيس شي جين پينګ ته پيغام استولی او پکې يې د فابريکې د وروستيو پرمختګونو او د ځايي خلکو په ژوند کې د ښه والي په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
دغو کارکوونکو د رئيس شي جين پينګ له پاملرنې څخه مننه کړې ده.
( سپوږمۍ)































