د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې ګڼې روغتیايي او اقلیمي ستونزې د کارګرانو خوندیتوب ته ګواښ پېښوي. د دغه سازمان د افغانستان څانګې پرون پر خپله ټویټر پاڼه کې «په کار کې د خوندیتوب او روغتیا» نړیوالې ورځې په مناسبت دا خبره کړې ده. نن د مې میاشتې لومړۍ نېټه د کارګر نړیواله ورځ ده او په نړۍ کې په داسې حال کې لمانځل کېږي چې ګڼ کارګران د عوایدو د کمېدو په اړه شکایتونه لري. د افغانستان د کارګرانو او کارمندانو ملي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې تر یو ملیون زیات ماشومان د بېوزلۍ له کبله درنو کارونو ته اړ شوي دي.
































