د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازې مرستیال اندریکا ریتواتي په تورخم کې د کډوالو له دفتر څخه د لیدنې پر مهال ویلي، هڅه کوي پاکستاني چارواکي قانع کړي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر راکم کړي. د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د ننګرهار ولایت لپاره د دې ډلې مرستیال والي سعید احمد بنوري له اندریکا ریتواتي سره لیدلي. کډوالو وزارت وايي، سعید احمد بنوري او اندریکا ریتواتي له پاکستان څخه د راستنو شویو کورنیو سره د مرستو، سرپناه، کارموندنې، بشري مرستې، تعلیم او روغتیا په اړه خبرې وکړې. د یادې لیدنې پرمهال د ننګرهار مرستیال والي له کډوالو سره د ملګرو ملتونو د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
































