د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) وایي، چې دوی هره ورځ په افغانستان کې له ۷ لکه زیاتو نجونو او هلکانو ته خورا مقوي خواړه برابروي، چې له دوی سره مرسته کوي، ترڅو فعال پاتې شي او ښې زده کړې وکړي. د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې هیڅ ماشوم باید وږی ښوونځي ته لاړنه شي. ډبلیو ایف پي د ښوونځیو ماشومانو ته د مقوي خوړو خبره داسې مهال کوي چې په افغانستان کې په سلګونو زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي. د خوړو نړیوال پروګرام د اپریل په اتمه په یوه بیان کې ویلي وو، چې په ۲۰۲۴م کال کې به په دې هېواد کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر شاوخوا درې میلیونو ته ورسېږي.