د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافیرې رافایلا یودیچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې اروپایي ټولنې له افغانستان سره د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو پر وړاندې د مبارزې او له زیانګالو مېرمنو سره د ۱۵ میلیون ایرو مرسته کړې ده. د یودیچي په خبره، دغه مرسته د سیمه ییزو ټولنو د ملاتړ په هدف کیږي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اروپایي ټولنې ویلي وو چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزې بې وزلي او د خوراکي موادو اړتیاوې ځکه زیاتوي چې د هغې په خبره په دې هېواد کې د ۷۶ سلنه وکړو ژوند په کرنې پورې تړلی دی.