د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۷۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷۵۰۶ ته رسېدلی دی. دغه راز په همدې موده کې د کرونا شپږ ناروغان مړه شوي چې ورسره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۶۹ ته رسېدلی دی. له کرونا ویروس تر دې دمه ټول ټال ۲۷۱۶۶ کسه جوړ شوي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵۲ کسان بېرته روغ شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وایي چې دمګړی افغانستان له خطرناکې مرحلې وتلی دی، خو بیا هم خلکو ته په کار ده چې ددوی سپارښتنې عملي کړي او د کرونا له احتمالي خطرونو ځان او خپله کورنۍ وساتي.
































