د پروان ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې د آغاخان بنسټ له لوري د یو میلیون او ۴۴۰ زره ډالرو په لګښت پروژې پلې کېږي. د سرچینې د مالوماتو له مخې یادې پروژې د پروان په جبل السراج، سیاه ګرد، شیخ علي او کوه صافي ولسوالیو کې د یو میلیونه ۴۴۰ زره ۶۶۷ ډالرو په لګښت پلې کېږي چې په دغه پروژو کې د څښاک اوبو شبکې، حوضونه، په عامه ځایونو کې د معیاري او صحي مبرزونو جوړول شامل دي. د یادولو وړ ده چې د یادو پروژو په پلې کېدو سره د سیمې خلکو خوښي څرګنده کړې او له یاد بنسټ څخه یې غوښتي چې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.