د نیمروز ولایت امنیتي مسوولینو، د یاد ولایت له مرکز زرنج ښار څخه په نشه توکو د ۱۰۰ روږدو کسانو د راټولولو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وایي چې د سرپرست حکومت د فرمان له مخې، د یاد ولایت له زرنج ښار څخه ۱۰۰ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول او د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ د روږدو کسانو د درملنې کلینیک ته لېږدول شوي دي. په ورته وخت کې د زرنج ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو راټولول یو ښه اقدام دی او د روږدو کسانو په راټولولو سره به د ښار نظم ښه شي.