د کابل ښاروالۍ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کابل ښار پنځمې ناحیې د ۱۹، ۲۰، ۲۱ او ۲۵م ګذر اړوند قلعه واحد سیمه کې د کوڅو جوړولو ۴ پروژې بشپړې شوې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست مسوولینو ویلي، چې د ۲۰م ګذر کوڅې (۱۳۸۵) متره اوږدوالی او له (۳،۵ څخه تر۴) مترو پورې سور لري، په ۲۱م ګذر کې کوڅې (۱۵۳۵) متره اوږدوالی او له (۲،۵ څخه تر ۴،۵) مترو پورې سور، او په ۲۵م ګذر کې کوڅې (۱۵۰۰) متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر۴) مترو پورې سور لري چې، په ټولیزه توګه د (۴۰) میلیونه افغانیو په لګښت د ۶ میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې شوې دي.