په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د اپرېل په لومړۍ نېټې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ويټو واک څخه د استفادې په تړاو خبرې کړې دي.
نوموړي ويلي، امريکا د فلسطين او اسرائيل مسئلې په اړه له خپل ويټو واک څخه پرله پسې ناوړه ګټه پورته کوي او د یو مسؤل لوی هېواد په توګه له خپل مسؤلیت نه تېښته کوي.
فو څونګ ويلي، د یو خپلواک فلسطين جوړېدل د فلسطينیانو دایمي هيله ده او په ملګرو ملتونو کې یې رسميت د دغه تاريخي بهير يو مهم ګام دی.
امريکا د روانې میاشتې په ۱۸مې نېټې په امنيت شورا کې د خپلواک فلسطين هېواد د جوړېدو مسوده ويټو کړه او د فلسطينیانو د څو لسيزو هيلې يې په اوبو لاهو کړې دي.
چين د امريکې د يادې کړنې په اړه مایوسي ښودلې ده.
امریکا د فلسطین او اسرائیل په مسئله کې لسګونه ځلې د ویټو ځواک کارولی دی. امريکې په امنيت شورا کې د اسرائيل او فلسطين د روانې شخړې له پیل راهیسې، ۵ ځلې د ویټو حق کارولی، څلور ځلې یې په غزه کې د اوربند مخه نېولې او دا ځل يې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب مخنيوی کړی دی.
د چين استازي هيله ښودلې، چې امریکا ریښتينی، معقول او عادلانه دریځ وساتي، د نړیوالې ټولنې سمې کړنې ومني او په غزه کې د جګړې په ختمولو او د بشري ناورین په کمولو کې رغنده رول ولوبوي.