په هېواد کې د زعفرانو د کارګرو ټولنه وايي، سږکال د زعفرانو حاصلاتو کې د زیاتوالي ترڅنګ د دې محصولاتو بیه هم د تېر کال په پرتله ۶۵ سلنه لوړه شوې ده. د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخي تېر یو کال کې د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي، چې د وړم کال پرتله په عایداتو کې ۱۲۰ سلنه زیاتوالی ښي. د زعفرانو صادرونکې وائي افغان زعفران د خپل لوړ کیفیت له کبله نړیوالو بازارونو کې ځانته ځای پیدا کړی او غوښتونکي يې د چین په ګډون په اروپایي او عربي هېوادونو کې خورا زیات دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت د خپرو شو شمېرو له مخې تېر کال د زعفران محصولات یوازي ۲۳ ټنه وو، خو د زعفرانو ملي ټولنه وايي، سږکال دغه کچه شاوخوا ۳۵ ټنه ته رسېږي.
































