د صنایعو او کانونو خونه وايي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ په پلازمېنه کې د صنایعو او کانونو بېلابېلو سکتورونو په ګډون سره ستر اوونیز نندارتون جوړوي. د یادې خونې لومړی مرستیال وايي، چې د دغه نندارتون له جوړېدو موخه له کورنیو تولیداتو د ګټنې په موخه د هېوادوالو لپاره د انګیزې رامنځته کېدل، د افغانستان د صنعتي ارزښتونو څرګندول او د صنعتکارانو تر منځ د سالمې سیالۍ رامنځته کول دي. په ورته مهال د صنایعو او کانونو خونې یو شمېر مسوولین د کورنیو تولیداتو نندارتونونو جوړول د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې ګټور ګڼي او د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي، چې د هېواد په پوهنتونونو کې هم د صنایعو او تولیداتو څانګه زیاته کړي.
































