د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلي، سوېلي اسیا ته د روسیې د تېلو لېږدولو په موخه، سرپرست حکومت له ترکمنستان او قزاقستان سره په هرات کې د یوه لوجسټیکي مرکز جوړولو لپاره هوکړې ته رسېدلی دی. نوموړي کابل کې د سرپرست حکومت، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ تر درې اړخیزې ناستې وروسته، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، تخنیکي ټیمونه به په دوه میاشتو کې یوه لیکلې هوکړه برابره کړې، څو درې واړه هېوادونه تر شپږ میاشتو خبرو اترو وروسته د دغه لوجسټیکي مرکز جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.
































