د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پکتیا ولایت د کډوالو په ښارګوټي کې د یو باب روغتیایي کلینیک د جوړېدو چارې پرانیستل شوې دي. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر یاد ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه روغتیایي کلینیک د جوړېدو چارې پرانیستې دي. د معلوماتو پر بنسټ دغه کلینیک چې د ۳۷۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړېږي، د کډوالو ترڅنګ به د سیمې نورو اوسیدونکو ته هم پکې روغتیایي خدمات وړاندې کېږي. د کډوالو چارو سرپرست وزیر له ټولو هېوادوالو غوښتنه کړې، څو د عام المنفعه پروژو ملاتړ او په کلکه ساتنه وکړي.
































