د ملګرو ملتونو یو چارواکی وايي چې له دویمې نړیوالې جګړې راپدېخوا غزه کې د ویجاړۍ ساری نهدی لیدل شوی او بیارغونه به یې ۵۰ میلیارډ ډالر لګښت ولري. د عربي هېوادونو لپاره د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام د دفتر مدیر عبدالله الدرداري پرون په یوې انلاین غونډه کې وویل چې غزه کې ۷۰سلنه ودانۍ ویجاړې شوي او په وینا یې، اړتیا ده چې ۳۷میلیونه ټُنه خاورې-ډبرې او د ویجاړو شویو ودانیو پاتې شونې، پاک شي. د ویجاړو دغه کچه بیا د اسراییلو او حماس ترمنځ په ۲۰۱۴ کال کې د جګړې پرمهال ۲.۴ میلیونه ټُنه وه چې پاکه شوې وه. د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام د اټکل له مخې، غزه کې د ویجاړۍ کچه په دومره کچه ده چې د انساني پرمختګ ۴۰کاله شاه ته ګرځېدلی دی.
































