د بادغیس د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د دغه ولايت په دوو ولسوالیو کې د دوو حیواني کلینیکونو او ١٤ د حیواني محصولاتو د پېر او پلور مرکزونو د جوړولو او ګټې اخيستنې ته يې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی. د ياد ولايت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي چې په بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې د هالنډي موسسې له لوري دوه مجهز حیواني کلینیکونه او د حیواني محصولاتو (ویښتانو او څرمنو) راټولولو او خرڅلاو لپاره ۱۴ مرکزونه جوړ شوي دي.
































