د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې د هېواد په کچه ۷۰ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه پر بزګرانو ویشلي دي. د دغه وزارت د ویاند په خبره د اصلاح شویو تخمونو د وېش تر څنګ یې کیمیاوي سرې هم وېشلي دي. بلخوا یو شمېر کروندګر د کرنې وزارت لخوا د اصلاح شویو تخمونو وېش د خپلو کرنیزو محصولاتو د ودې په برخه کې ګټور بولي او وايي، چې دا به د کرنې د سکټور په پياوړتیا کې زیاته مرسته وکړي.