ديپلومات نشریه په یوه مقاله کې لیکي چې امریکا په دې وروستیو کې ټول تمرکز پر سوله او د روسیې پر مسئله کړی دی خو دلته ډېر مهم څه نور هم شته دي. ديپلومات نشریه زیاتوي د افغان مېرمنو پر حقوقو باید د سولې په مسئله کې تمرکز وشي او له طالبانو په دې اړه وضاحت وغوښتل شي. سرچینه زیاتوي مېرمنو په تېرو ۱۹ کلونو کې د خپلو حقوقو لپاره ډېرې هڅې کړې دي، دوی موسسې جوړې کړې دي، شخصي کمپنۍ لري، دندې لري او زرګونه مېرمنې په افغانستان کې په زده کړو او کار بوختې دي چې دې هر څه ته باید نړیواله ټولنه او امریکا متوجه وي. سرچینه وایي چې د سولې د خبرو په جریان کې د نوي حکومت پر جوړښت خبرې کېږي نو باید په هغه کې د مېرمنو ونډه واضح وي.
































