د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي وايي، پرون له غرمې وروسته د جلال اباد ښار د غازي امان الله خان ښارګوټي اړوند سیمه کې د یو موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه شوي او ۱۳ تنه ټپیان دي. هغه زیاتوي، پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده. د پېښې عيني شاهدان وايي، په موټر کې د واده د ورا خلک سپاره وو چې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.