د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال د ټولګټو چارو د سرپرست وزیر او د کابل د والي په ملتیا د کابل – سروبي لته بند سړک څخه لیدنه کړې. اقتصادي مرستیال له دې سړک څخه د لیدنې پرمهال ویلي، د ټولګټو وزارت پلان لري چې تر راتلونکو څو ورځو د لته بند له لارې د کابل – سروبي پاتې چارې پیل کړي. نوموړي ډاډ ورکړی، چې د دې سړک د رغولو چارې به په ټاکلې موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. اقتصادي مرستیال ننګرهار ته د سفر پر مهال د یاد سړک د جوړولو ژمنه وکړه، ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې به یې عملي چارې پیل شي.