د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې پرون د تورخم، د هرات اسلام کلا، سپین بولدک او نیمروز له لارو ۲۴۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. دغه وزارت ویلي، چې په دغو راستنو شویو کورنیو کې ۵۱ د اسلام کلا، ۸۴ د نیمروز، ۴۹ د سپین بولدک او ۵۷ د تورخم له لارو هیواد ته راستنې شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ هېواد ته په لسګونو کورنۍ له ګاونډيو هېوادونو په جبر راستنېږي، چې سرپرست حکومت ورته د پوره چمتوالي خبر ورکړی دی.