د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایي، د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتی چې له امله یې دوه وړې نجونې مړې شوي او یوه بله ټپي ده. دغه پېښه پرون د یادې ولسوالۍ د بر سلطانپور په کلي کې شوې ده. یاده دې وي، چې تېره اونۍ هم د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د یوې خونې د چت پرېوتو له امله دوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.