د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د یوې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله ۴ کسان مړه شوي دي. د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس الدین محمدي ویلي چې د یاد ولایت د مرکز میمنې ښار په کته کم سیمه کې د یوه فولډر موټر د چپه کېدو له امله ۴ تنه مړه شوي دي. هغه زیاته کړې چې د پېښې جسدونه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.