د بلخ د کډوالو چارو ریاست مسولین وايي، چې له ایران او پاکستان څخه راستنو شویو ۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې. دغه مرستې چې یوه بوجۍ اوړه او دوه پيپه غوړي پکې شامل دي، د کډوالو چارو ریاست له لوري، د بلخ ولایت مقام په همکارۍ له ایران او پاکستان هېوادونو څخه بېرته راستنو شویو کورنیو سره له څېړنې وروسته شوې دي. ورته مهال هغه کورنۍ چې له دغو مرستو برخمنې شوي، خوښ دي او له مسوولینو څخه غواړي، چې د بېوزلۍ کچې د راټیټولو لپاره دغه ډول مرستو ته دوام ورکړي.