د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۱۵ افغانان خوشې شوې شول. یاد وزارت ویلي، چې خوشې شوي بندیان د وړمه ورځ هېواد ته راستانه شول. د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو نه لرلو له امله له ۱۹ ورځو تر ۲ میاشتو پورې بندیان وو. له تېرو دوو کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په سلګونه افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور د دغه هېواد د پولیسو لهخوا بندیان شوي دي. په دغو بندیانو کې ښځې، ماشومان او سپین ږېري هم شامل وو.