د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، برېښنا او ناڅاپي سېلابونو د احتمال خبر ورکوي. د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې سبا یکشنبه د هېواد په ۶ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې، برېښنا او ناڅاپي سېلابونو د احتمال وړاندوینه شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي، د سخت ورښت، تالندې، برېښنا او ناڅاپي سېلابونو احتمال په بدخشان، تخار، بغلان، کندوز، سمنګان او بلخ ولایتونو کې دی. خبرپاڼې زیاته کړې، په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو وړاندوینه شوې ده.