د نیمروز امنیتي مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د تېرې یوې اونۍ په بهیر کې د جلا جلا ترافیکي پېښو له امله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د زرنج- دلارام لویې لارې قوماندان محمد حکمت ویلي، چې د یاد ولایت په همدې لویه لاره کې د تېرې یوې اونۍ په بهیر کې د بېلا بېلو ترافیکي پېښو له امله ۲ تنه مړه او ۲۳ نورټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د یادو ترافیکي پېښو ټپیان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د یادو پېښو لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.