پاکستاني پوځيانو په چمن کې ۲۵ پرلت کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده. یوه سرچينه وایي چې پرلت کوونکي د چمن-سپين بولدک د پخوا په شان د لارې د خلاصېدو په موخه چمن کې د یوه پوځي مرکز مخې ته ورټول شوي وو چې، پاکستاني پوځيانو پرې بريد وکړ. د سرچینې په وینا بريد کې ۴ پرلت کوونکي وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل شوي دي. بلخوا د پاکستان حکومت تر اوسه په دې هکله څه نهدي ویلي.