صربيا ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له سفر مخکې، د دغه هېواد ولسمشر اليکساندار ووچيچ په پلازمينې بلګراد کې د چين له ميډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه.
نوموړي په مرکه کې وویل، چې شي جين پينګ ته يې ۱۵ ځله بلنه لېږلې او هيله لري چې رئيس شي له صربيا څخه ليدنه وکړي، ځکه رئيس شي د صربيا رښتينی دوست دی.
ولسمشر ووچيچ د مرکې په ترڅ کې د تايوان مسئله ياده کړه او يو ځل بيا يې پر دې ټينګار وکړ، چې تايوان د چين يوه برخه ده او دا شک نه شي کولای.
(ژباړه: شکريه)
































