پر ایران د بندیزونو او محدودیتونو په اړه د امریکا نوې طرحې په امنیت شورا کې رایه و نه ګټله. د راپورونو له مخې امریکا پر ایران د تسلیحاتي تحریم لپاره یو پرېکړه لیک جوړ کړی و او هغه یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لېږلی و، څو یې دغه شورا تصویب کړي او پر ایران د وسلو په برخه کې اوسني محدودیتونه وغځېږي. خو دغه طرحې یوازې دوې مثبتې رایې وګټلې، چین او روسیې رد رایه ورکړه او پاتې ټولې رایې ممتنع وې. دې مسئلې امریکا غوسه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي د ملګرو ملتونو امنیت شورا بریالۍ نه شوه چې ایران د خپلو ورانکاره کړنو په سزا ورسوي. دده په وینا ایران په سیمه کې د ترهګرو ستر ملاتړی دی، پر بېلابېلو ډلو وسلې پلوري، ترهګر روزي او د نړۍ لپاره خطرناک دی، نو ځکه باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه طرحې ته رایه ورکړې وای.
































