د پکتیکا د ګومل سیندیزې فرعي حوزې مسوولینو د دغه ولایت په نعمت آباد ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چک ډېم د جوړولو چارو د پيل خبر ورکړی دی. د یادې سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار انجینر عیسی محمد مسلم ویلي چې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه ۱۲۹ زره ۱۶۰ افغانیو په لګښت د ماشین کلي چک ډېم د جوړولو چارې د ۴۱. ۴ مترو په اوږدوالي او د ۴ مترو په لوړوالي سره پیل شوې دي. دغه چک ډېم د ۲۴ زره ۲۴۱ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.
































