د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې پرون له پاکستانه په جبري ډول ۸۷۲ افغان کډوال راستانه کړل شول. دغه کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته اړول شوي. د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۱۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۱۲ تنه کیږي له دغې لارې د پاکستان حکومت له لوري په جبري توګه راستنې کړل شوې دي. همدارنګه ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۷ تنو ته رسېږي د تورخم له لارې په جبرې توګه راستنې شوې دي. د کډوالو وزارت وايي، تازه راستنې شوې کورنۍ یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالو او خوړو نړېوال سازمان دفترونو ته ور پېژندلې دي.
































