هندي رسنۍ وایي پاکستان د حقاني شبکې او داعش ډلې په مرسته په افغانستان کې خپلې موخې پالي. هندوستان ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي سره له دې چې د سولې هڅې پیل شوې دي خو داسې نه ښکاري چې پاکستان به له دغه بهیر سره رښتینی وي. د سرچینې په خبره همدا اوس حقاني شبکه په افغانستان کې دداعش په نامه فعالیتونه ترسره کوي او د پاکستان استخباراتي اداره یې مستقیم ملاتړ کوي. په مطلب کې راغلي پاکستان په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړی دی او دغه هېواد له یادې پدېدې د خپلو ګټو د پاللو لپاره کار اخلي. دغه مطلب داسې مهال خپرېږي چې پاکستان ځان افغان سولې ته ژمن بولي خو تر څنګ یې پر کونړ او ځینو نورو ولایتونو د توغندیو بریدونه هم کوي او پر فرضي کرښه یې سرغړونې ډېرې شوې دي.
































