د ایران یوه جنګي کښتۍ چې په توغندیو او بې پېلوټه الوتکو سمباله ده، د لومړي ځل لپاره له استوايي کرښې څخه جنوبي نیمې کُرې ته اوښتې. د ایران دولتي راډیو پرون دا خبر ورکړی، خو د دې کانټینري کښتۍ موقعیت يې نه دی روښانه کړی. د ایران سپاه پاسداران له دغې کښتۍ چې د پوځي استفادې لپاره مجهزه شوې، تر یوه کال وروسته پرده پورته کړه. د راپورونو له مخې دا لومړی ځل دی چې ایران د سمندري ځواکونو یوه کښتۍ په دغسې یوه اوږده ماموریت لېږل کېږي.