زرګونو اسراییلي لاریون کوونکو د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو له حکومت څخه وغوښتل چې په غزه کې له حماس سره اوربند ومني. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پرون په تلابیب کې په داسې حال کې زرګونو خلکو لاریون وکړ چې د حماس ډلې مشران په قاهره کې له مصري او قطري منځګړو سره په خبرو بوخت وو.