د برازیل په جنوب کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۵۶ ته ورسېد. چارواکي وايي، ۶۷ نور کسان تري تم دي. د دغه هېواد د ملکي دفاع ادارې پرون وویل، چې په ریو ګراندي دو سول ایالت کې د اوبو سطحه لوړه شوې او د اوبو بندونو ته یې خطر پېښ کړی دی. په دغه ایالت کې چارواکي هڅه کوي، خلک له زیانګالو سیمو، خوندي ځایونو ته تخلیه کړي. له تېرې دوشنبې څه باندې ۲۴زره کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.