د کار او کارګر نړيوالې ورځې او د کاري خوندیتوب او روغتيا نړيوالې ورځې په تړاو درې اړخيزه غونډه نن په کابل کې تر سره شوه. د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستیال محمد زاهد جان آغا په ياده غونډه کې وويل چې فقر او بېکاري يوه نړيواله ستونزه ده، چې افغانستان هم ورڅخه کړېږي او سرپرست حکومت دغه ستونزې ته د رسېدو په موخه د کار ملي کنفرانس جوړولو تابيا نيسي، څو د يوه ملي بحث په پايله کې کاري فرصتونه رامنځته کړي. هغه زياته کړه، چې سرپرست حکومت د کارګرو حقوقو ورکړې ته ژمن دی او دوی ته د خوندي کاري چاپېريال رامنځته کولو او کاري زمېنو برابرولو هڅې کوي. په ورته وخت کې په افغانستان کې د کار نړيوال سازمان رییس ډاکټر رامين بهزاد په دغه غونډه کې وويل په دې اړه کار کوي، چې څنګه کولی شي په افغانستان کې د کارګرانو لپاره خوندي کاري چاپيريال رامنځته او کاري فرصتونه ډېر شي. نوموړي همدارنګه وويل چې دمګړۍ په افغانستان کې هم ګڼ شمېر کارګران د دندو له لاسه ورکولو او خوندي کاري چاپېريال د نشتون له کبله له ننګوونو سره مخ دي.
































