ایران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر نوې پرېکړه غبرګون ښودلی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي دا چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا پرېکړه لیک ته مثبته رایه ور نه کړه د امریکا لپاره ستره ماتې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي د امنیت شورا پرېکړه ثابتوي چې امریکا نور په نړیواله کچه منزوي ده او څوک یې تر څنګ نشته دي. ظریف همدا راز د ایران بهرنی سیاست هم بریالی بللی دی او په خبره یې د اغېزناکو پالیسیو په جوړولو دوی بریالي شوي چې نړیوال د ځان ملاتړي کړي او امریکا ته په امنیت شورا کې تاریخي ماتې ورکړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه مهمه غونډه کې د امریکا هغه پرېکړه لیک ته مثبته رایه ور نه کړه چې له مخې یې باید پر ایران تسلیحاتي بندیز وغځوي.
































