د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه د ۹۱۳ افغان کډوالو له را ایستل کېدو خبر ورکوي. د دغه وزارت په وینا، دغه کسان د روانې غويي میاشتې په ۱۳مه د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته را اوښتي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو کسانو کې هغه ۴۴ افغانان هم شامل دي چې د پاکستان له بندخونو ازاد شوي دي.
































