د سرپرست حکومت اداري مرستیال د روغتیا نړۍوال سازمان له سیمه ییزې مشرې ډاکټر حنان حسن بلخي سره په کتنه کې ویلي، د پولیو له منځه وړل د سرپرست حکومت له لومړیتوبونو څخه دی. نوموړي په دې کتنه کې د پولیو د تشخیص د لابراتوارونو د فعالولو او د واکسین د تامین، د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د مجهز مرکز جوړول، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي کلینیکونو جوړولو، ماشومانو کې د خوارځواکي مخنیوي په برخه کې د همکارۍ، د څښاک لپاره د پاکو اوبو برابرولو، د متخصصینو د روزنې او په طبي وسایلو د روغتونونو او کلینکونو د سمبالولو په برخو کې د روغتیا له نړیوال سازمان نه د مرستې غوښتنه کړې. په دې کتنه کې ډاکټر حنان بلخي ویلي، د روغتیا مسئله د روغتیا نړیوال سازمان پر وړاندې غیرسیاسي ده او د دې سازمان له لومړیتوبونو څخه ده. اغلې حنان زیاته کړې، د روغتیا نړېوال سازمان له نورو بین المللي ارګانونو او اروپایي ټولنې سره په ګډه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د روغتیایي مرکزونو د جوړولو لپاره درې کلنه پروژه په پام کې لري.
































