د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره چې ددغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال هم دی خبرې کړې دي. دواړو لورو په دې تلیفوني مکالمه کې د سولې په اړه پر وروستیو پرمختګونو بحث کړی دی. بلخوا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې پر یو لړ مسایلو توافق هم شوی دی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر بیا وایي چې قطر د افغان سولې په برخه کې مهم هېواد دی او ددغه هېواد همکارۍ د افغانستان د ثبات لپاره ارزښتناکې دي. ده ټینګار کړی چې قطر د سولې په برخه کې د پوره همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړی دی.
































