خبري اژانسونو د غزې په ختیځ کې د الجزیرې ټلویزیون په دفتر د اسراییلي ځواکونو د برید خبر ورکړی. څو خبري اژانسونو د اسراییلي رسنیو په حواله ویلي دي چې اسراییلي ځواکونو تېر ماښام د الجزیرې ټلویزیون پر دفتر برید وکړ او وسایل یې ضبط کړل. د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون اعلان وکړ چې د هغه هېواد د کابینې د پرېکړې پر اساس، په ټول اسراییل کې د الجزیرې ټلویزیون چینل بند شوی دی.