د بلوچستان ایالت په چمن کې نن په درېیمه ورځ هم د اعتراضونو لړۍ روانه وه. دې معترضانو له درېیو ورځو راهیسې د کوټې او چمن ترمنځ لوی سړک بند کړی دی. دوی خبرداری ورکړی چې ترڅو یې غوښتنې ونه منل شي د کوټې چمن لویه لاره به خلاصه نه کړي. په چمن کې روان پرلت د ۲۰۲۳م کال له اکټوبر میاشتې راهیسې پیل شوی او ګډونوال یې غوښتنه لري چې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره باید د ویزې او پاسپورت د لرلو شرط لیرې شي، خو د پاکستان حکومت یې نه مني. دا پرلت تېره اونۍ وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښت چې د ګډونوالو په وینا ملېشه ځواکونو د دوی پر کمپ برید وکړ، یو تن یې په ډزو وواژه او له لسو زیات نور یې ټپيان کړل.