د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره لیدلي دي. له یادې شورا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د عبدالله له قوله راغلي چې د سولې مذاکراتي پلاوی به د افغانانو له قوي او پراخ ملاتړ سره د خبرو مېز ته کېني. نوموړي دغه راز ویلي چې د مرکچي پلاوي لومړۍ او اساسي اجنډا په افغانستان کې سراسري اوربند دی او د افغانستان له تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنو به په کلکه دفاع کوي. په ورته وخت کې مذاکراتي پلاوي بین الافغاني مذاکراتو ته چمتوالی ښودلی او د مذاکراتو له جریانه یې د خبري پوښښ ورکولو ډاډ هم ورکړی دی.
































