په کابل کې د روسیې سفیر د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ته د تاتارستان په کازان ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دیتمري ژیرنوف د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې روسیه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو ده. نوموړي ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا غوښتونکې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې، نوموړي ویلي چې د سرپرست حکومت او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پراختیا کولای شي د سیمې ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي. په دې لیدنه کې سیاسي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه بللې او له روسي پانګوالو څخه یې غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.